د ایکنا خبریال له کربلا معلی راپور راکړ، ددغو سیالیو د لومړنۍ ورځې د دوشنبې په مازدیګر د استاد هاني الموسوي په افتخاري تلاؤت سره دعراق یوه غوره قاری خادم ثقلین تلاؤت پیل کړ چې خپل تلاؤت ئې په عراقي سټایل سره چې د خپګان سټایل دی وړاندې کړ. دسیالیو دلومړنۍ ورځې فعالیتونه په داسې حال ې د حسیني مقدس حرم په صحن کې ترسره شول چې د امام حسین علیه السلام دحرم ډيرو زیاتو زیارتوالو دهرکلی شاهد ؤ.
په یوه مقدس او نوراني اوسپيڅلي ځاي کې ددغو سیالیو ترسره یدا یو ډير معنوي او ارزښتمن نوښت دی ، خو یوازې مسئله دا ده چې د هال زیات شور ماشور لامل کیږي چې په ځينوموقعو کې قاضیان د قضاؤت لپاره له مشکل سره مخ کیږی.
لومړی قاری چې وتوانید په ښې او ولولناکې اجرا سره د سیالیو په هال کې وجد رامینځةکړي او په نهائي مرحلې کې د شتون چانس ولرل شي، ؛شیخ محمد نبیل امهز؛ د امام حسین علیه السلام د لور خوله : له زیارت څخه ؤ چې د یونس سورې له یوسل لومړي تر یو سل دریم پورې آيتونه ئې قرآئت کړل چې دهغه اجرا ډير د ستایلو وړ وه.
میثم حمیدي، د دایران د لومړني قاري په توګه د جمکران مقدس جومات یو قاری ، د سیالیو ډایس ته ورسید چې د انعام سورې له ۳۶ تر ۴۰پورې آیتونه ئې او حفص او عاصم روایت سره قرآئت کړل چې ډير په زړه پورې له تیروتنې پرته او ستایونکی تلاؤت ئې وړاندې کړ.
اویس احمدیان د افغانستان د مزارشریف قاري د سیالیو د لومړنۍ شپې ترټولو وروستۍ ګډون کونکی ؤ چې د الزمر صسورې له ۲۲ تر ۲۵پورې آیتونه ئې تلاؤت کړل او ډيره پیاوړي او پایداره اجرا ئې درلوده او دحسینی مطهر حرم صحن باندې ئې اغیزې وشیندلې.
ددغو سیالیو د دوهم پړاؤ قاضي فلاح کسمایی له ایکنا سره په خبرو کې د سیالیو د لومړنۍ ورځې داجرا په باب ووئيل، د سیالي کونکو اجرا، په لومړنۍ ورځې په مجموع کې ډيره ښه او د منلو وړ وه ،که څه هم دځينو هیوادونو حاضر نمایندګان تر یوه حده کمزوري دي.
فلاح کسمایی دغه راز ووئيل، ایراني قاری میثم حمیدی ډير ښه تلاؤت وړاندې کړ او امیدوار یم دهغو کسانو په لیسټ کې شی ، چې دسیالیو نهائي مرحلې ته لاره مومي او د افغانستان قاری هم ډيره په زړه پورې اجرا درلوده.
د یادولو وړ ده چې،د کربلا جایزې دقرآن نړیوالو سیالیو د دوهم پړاؤ پرانیستونکي دستورې د تیرې یکشنبې ورځې په کربلا کې د حضرت امام حسین علیه السلام دحرم په صحن کې پیل شوي او تر پنجشنبې ورځې پورې به دوام ومومي .
https://iqna.ir/fa/news/4154182